د ایټالیا د معلوماتو د ساتنې ادارې د جمعې په ورځ د مارچ۳۱مه وویل چې د چټ جې پي ټي له لوري د کاروونکو د شخصۍ حریم د سرغړونې په باب یې څېړنې پیل کړي دي او د دغو تحقیقاتو د پایلو تر څرګندېدو پورې دا پلټفارم په ایټالیا کې منع کوي.
دا پلټفارم د مایکروسافټ کمپنۍ په ملاتړ په نومبر میاشت کې راووت، چې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټیلیجنس پرمختګ کې یې مهم رول ولوباوه او ډېر ژر یې میلیونونه کسان ځان ته جلب کړل.
په ورته حال کې د ایلن ماسک او سټیو وزنیاک په شمول د کمپیوټر د علم یو شمېر ساینسپوهان او نوښتګر دې نتیجې ته رسېدلي چې پر ډیجیټل ټکنالوژۍ ورځ تر بلې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس تسلط زیاتېږي نو د شپږو میاشتو لپاره د دې چټکې پرمختلونکې ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کوي.
دوی ویلي چې په دې شپږ میاشتو کې دې د مصنوعي ذهانت د خطرونو په اړه څېړنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې سترې کمپنۍ بازار ته پر له پسې د مصنوعي ذهانت ټکنالوژي وړاندې کوي او ټاکل شوې ده چې ګوګل او نورې کمپنۍ ژر ورته ټکنالوژي بازار ته وړاندې کړي.