د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی.
د رویټر خبري اژانس د راپور له مخې، السیسي دغه اعلان (یکشنبې، د لړم۶مه) کړی دی، نوموړي د خپل وړاندیز په یوه برخه کې ټینګار کړی چې یو شمېر برمته شوي اسرایلیان د له فلسطیني بندیانو سره تبادله شي چې بیا یو بشپړ اوربند ته زمینه برابره شي.
د مصر ولسمشر دا وړاندیز په قاهره کې د یو خبري کنفرانس پر مهال کړی، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دا پلان یې د جګړې اصلي لوریو اسراییل او حماس ته سپارلی او که نه.
دا په داسې حال کې ده چې حماس له تېر یو نیم کال راهیسې په غزه کې له اسراییلي پوځيانو سره په جګړه کې ښکېل دي.
مصري چارواکي داسې مهال په غزه کې د اوربند وړاندیز کړی چې تازه د اسرایيلي ځواکونو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.