Home » سیمه او نړی » د مسکو برید؛ دوه تورن کسانو په خپل جرم اعتراف کړی

د مسکو برید؛ دوه تورن کسانو په خپل جرم اعتراف کړی

روسي رسنیو راپور ورکړی چې په مسکو کې د کنسرت پر تالار برید کې ‘په لاس لرلو’ له څلور تورنو کسانو څخه ۲ یې په محکمه کې خپل جرم منلی دی.

د محکمې په بیانیه کې راغلي چې دې دوو کسانو له لومړۍ غونډې وروسته په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې، د مسکو محکمې ۳۲ کلن ډالرډژون میرزویف، ۳۰ کلن سیداکرمي رجب‌علي‌زاده، ۲۵ کلن شمس‌الدین فریدنی او ۱۹ کلن محمد صابر فیضوف په دې ډله[1]ییز ترهګریز برید تورن کړي دي.

ویل کېږي چې ښایي د دې جرم تر ټولو زیاته سزا «عمري بند» وي.

د محکمې مسوولین ویلي چې په دې څلورو کسانو کې «میرزویف او رجب‌علي‌زاده» په خپل جرم اعتراف کړی دی.

ویل کېږي چې دا تاجکستاني الاصله به د مې میاشتې تر ۲۲مې په لنډمهاله زندان کې وساتل شي.

بلخوا د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین وړمه شپه خپلو خلکو ته په خبرو کې ادعا کړې وه چې تورن کسان د اوکراین خوا ته د تښتدلو په حالت کې نیول شوي، خو کیف دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

د یادلو ده چې د داعش ډلې دا برید په وروستیو کلونو کې په روسیه کې تر ټولو مرګونی بلل شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...