Home » افغانستان » د مسلکي هوايي ځواک د جوړولو لپاره د ا.ا هڅې

د مسلکي هوايي ځواک د جوړولو لپاره د ا.ا هڅې

د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقانی وايي، چې ا.ا د مسلکي او پیاوړي هوايي ځواک د جوړولو لپاره هڅې کوي.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د یوشمېر پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

د ا.ا د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دفاعي ځواک هوایي پوهنتون څخه درې پیلوټان فارغ شوي او ۱۲۰ نور زده کړیالان دغه پوهتنون ته جذب شوي دي.

د دفاع ورازت ویلي چې دې دريو پيلوټانو په بریا خپلې الوتنې ترسره کړې او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړي دي.

د ا.ا د نظامي ځواک لوی درستیز، قاری فصیح الدین فطرت د دې پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې ګاونډیو هېوادونو ته د پخواني حکومت د الوتکو پرلېږد نیوکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ازبکستان کې د امریکا سفیر، جاناټان هنیک شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ویلي و چې امریکا له ازبکستان سره هوکړه کړې، چې دا نظامي الوتکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.

هغه ټینکار کړی چې دا الوتکې د افغانستان نه دي، بلکې په امریکا پورې اړوندې دي چې د افغانستان ځواکونو ترې ګټه اخیستله.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...