ا.ا د مزارشریف – حیرتانو د څلورم بندر د اورګاډی چې په «نایباباد» تمځای نومول شوی له جوړولو وروسته بیا فعال شوی دی.
د راپورونو له مخې، د دې بندر د بیا پيلېدو مراسم پرون (چهارشنبې، د زمري ۱۷مه) د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر او د ا.ا نورو مسوولینو په ګډون ترسره شول.
عبدالغني برادر په دې مراسمو کې ویلي چې د مزارشریف – حیرتانو د اورګاډي په فعالو سره سوداګر کولی شي په کم لګښت او مناسبه نېټه خپل مالونه ولېږدوي.
د ټولکټو وزارت سرپرست، محمد عیسی ثاني په یادو مراسمو کې ویلي چې د حیرتانو څخه د مزار تر هوایي ډګر پورې د اورګاډي د جوړولو کار پیل شوی او په نږدې راتلونکې کې به بشپړ شي.
هغه زیاته کړې چې اټکل شوی چې د حیرتانو- پښور د اورګاډي د جوړولو کار به هم پیل شي.
د راپورنو له مخې د مزارشریف – حیرتانو د اورګاډي دا برخه چې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته ویجاړه شوې وه، د بیا جوړولو کار یې پروسږ کال د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شوی وو.