Home » سپورټ » د مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډلې درېیم مقام وګاټه

د مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډلې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان د فوټبال تر اولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د مرکزي اسیا جام سیالیو درېیم مقام وګاټه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوتبال ټیم د کافا جام سیالیو درېیمه لوبه ازبکستان ته درې د صفر پر وړاندې بایلوده او درېیم یې ځای یې خپل کړ.

تر دې وړاندې افغان لوبډله توانیدلې وه، څو ایران ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړي

تاجکستان د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او ازبکستان دوهم مقام وګاټه.

په دې سیالیو کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې یې کوربنه وه، د افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ټیمونو ګډون کړی و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...