Home » سیمه او نړی » د مريم نواز په اړه د عمران خان تازه څرګندونې بې اخلاقي بلل شوې

د مريم نواز په اړه د عمران خان تازه څرګندونې بې اخلاقي بلل شوې

د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز په نښه کړې او د نوموړي دا څرګندونې له اخلاقي پلوه ناسمې بلل شوي دي.

عمران خان پرون جمعه د (غويي په ۳۰مه) د پنجاب ايالت په ملتان کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وينا پرمهال ويلي، چې مريم نواز يې په يوه غونډه کې په خورا احساساتي توګه نوم اخيستی؛ خو نوموړي ويلي، چې مريم دې يې په احساساتو کې نوم نه اخلي او د عمران خان په ټکو خيال دې کوي هسې نه مېړه يې ترې خپه شي.

د نوموړي دې څرګندونو د سياسي ګوندونو د مشرانو او د پاکستان مطرحو څېرو غبرګونونه راپورته کړي. د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې عمران خان د يوه ګوند د مشر په توګه مريم نواز ته په خورا لوېدلې توګه ناسمه ژبه کارولې ده.

نوموړي دا څرکندونې غندلي او د پاکستان له ښځو يې هم غوښتي چې د عمران خان دغه خبرې وغندي.

نواز شريف هم د عمران خان دا څرګندونې غندلي دي او ويلي يې دي، چې نوموړي اخلاق له منځه وړي. نواز شريف زياته کړې، چې عمران په دې خبرو سره د بې عزتۍ بنسټ کېښود او په دې نه پوهېږي چې د مور او لور عزت څه ته وايي؟

د پپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم دا خبرې غندلي او ويلي يې دي، چې په کورنۍ کې د مور او خور په موجوديت سره څوک داسې سپکه ژبه نه کاروي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...