Home » افغانستان » د مخابراتو وزارت: په تېرو دریو میاشتو کې ۱.۶میلیون سیمکارټونه ثبت شوي

د مخابراتو وزارت: په تېرو دریو میاشتو کې ۱.۶میلیون سیمکارټونه ثبت شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ۱.۶ میلیونه سیم کارټونو د ثبت خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي (دوشنبې، د تلې ۲۳مه) په یوه پیغام کې ویلي چې د سیمکارټونو د ثبت بهیر په بریالیتوب دوام لري.

د الکوزي په وینا په ټول افغانستان کې ۲۵ میلیونه سیم کارټونه فعال دي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۱۳،۹ میلیونه سیمکارټونه په قانوني توګه ثبت شوي دي.

تر دې مخکې د ا. ا د ټکنالوجۍ او مخابراتو وزارت ویلي وو چې د مخابراتي شبکو لپاره د سیمکارټونو د ثبت بهیر له پیل راهیسې په هېواد کې څه باندې لس میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه سیمکارټونه وېشل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...