Home » افغانستان » د مخابراتو وزارت د سیمکارټونو د ثبتولو نوی سسیسټم جوړ کړ

د مخابراتو وزارت د سیمکارټونو د ثبتولو نوی سسیسټم جوړ کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکناوژۍ وزارت د سیمکارټونو د ثبتولو د غوره مدیریت لپاره یو پرمختللی سسیسټم جوړ کړی چې د الکټرونیکي پېژندپاڼو د احصایې ملي او معلوماتو ادارې له سیسټم سره وصل دی.

د یاد وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی په اېکس پاڼه لیکلي چې له دې وروسته به ټول مخابراتي شرکتونه د سیمکارټ د ثبتولو پرمهال د مشتري د پېژندلو تاییدي د دې سیستم له لارې د احصایې ملي او معلوماتو ادارې څخه ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د دې سیسټم له لارې هېڅوک نه شي کولای په جعلي پېژندپاڼه سیمکارټ ثبت کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکناوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په افغانستان کې ۲۵میلیونه فعال سیمکارټونه شته، چې له دې ډلې تر اوسه ۱۰میلیونه سیمکارټونه په الکټرونیکي پېژندپاڼو ثبت شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...