Home » افغانستان » د مالیې وزارت: په تېرو دریو کلونو کې مو له هېڅ بهرني هېواد او نهاد څخه پور نه دی اخیستی

د مالیې وزارت: په تېرو دریو کلونو کې مو له هېڅ بهرني هېواد او نهاد څخه پور نه دی اخیستی

د ا.ا د مالیې وزارت وایي په تېرو دریو کلونو کې یې له هېڅ بهرني هېواد او نهاد څخه پور نه دی اخیستی، بلکې هڅه یې کړې چې د افغانستان پخواني حکومت پاتې پورنه پرې کړي.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، بهرنیو نهادونو ته یې د پخواني حکومت ۲،۷ میلیارډ پور ورکړی دی.

په دې اعلامیه چې نن (دوشنبې، د وږي ۲۶مه) خپره شوه، راغلي چې له دې جملې ۹۱۰میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او ۱.۹ میلیارډ افغانۍ د اسیایي پراختیا بانک ته ورکړل شوې دي.

مالیې وزارت ویلي چې د بهرنیو نهادونو د پورونو لپاره د روان کال په بودیجه کې هم پیسې په پام کې نیول شوې او د پور ورکوونکو نهادونو او امیرالمومنین د غوښتنې سره سم به پیسې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي بدلونونو سره سم په هېواد کې پراختیایي مرستې بندې شوې، خو د بشري مرستو په نامه نقدي او غیري نغدي مرستې دوام لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...