د مالدووا چارواکو خبر ورکړی چې د پرون سېشنبه د (غويي په ۶مه) د دې هېواد په ترانس دنیسټر سيمه کې چېري چې روس پلوه بېلتونپال فعال دي، د پوځيانو پر يوه قطعه بريد شوی دی.
د چاروکو په خبره له دې بريد سره وسلهوالو په سيمه کې د راډيو دوه انتنونه هم پر بمونو الوځولي. د مالدووا ولسمشرې مايا سندو له دې بريد وروسته سملاسي د ملي امنيت د عالي شورا غونډه رابللې ده.
ويل شوي چې په دې غونډه کې د نوموړي هېواد پر سرتاسري امنيت خبرې وشي. مالدووا هڅه کوي چې د ختيځې اروپا د يوه هېواد په توګه د اروپايي ټولنې او ناټو غړيتوب ترلاسه کړي، چې په دې موخه يې په دې وروستيو کې اروپايي ټولنې څو غوښتنليکونه هم سپارلي دي.
په مالدووا کې دغه بريدو وروسته له هغې کېږي، چې روانه اوونۍ د روسيې د پوځ يوه جنرال ادعا وکړه چې د اوکراين په ماريوپول کې يې پرمختګ کړی او د مالدووا بېلتونپالې سيمې ته ځان رسول غواړي.