نړۍ کې د ماشومانو تړیواله ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي،چې په افغانستان کې شپږ میلیون ماشومان له
بېلا بېلو ګواښونو سره مخ دي او یو میلیون یې پر نشه یي توکو روږدي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه نېټه) د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان شپږ میلیونه ماشومان په ۲۳ کتګوریو کې له ګوښونو سره مخ دي.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې اووه هغه یې د تاوتریخوالي سره مخ دي، ۴۸ سلنه ماشومان په وړکتوب کې ودونه کوي او ۸۰ سلنه ماشومان بیا واده کولو ته اړ کېږي.
د ښاغلي جیلاني په خبره:اوسمهال په هېواد کې ۷۷ سلنه ماشومان وهل شکنجه ویني، ۶۶ سلنه یې فزیکي وده نه لري او ۳۶ سلنه نور ماشومان په سویتغذي ناروغۍ اخته شوي دي.
د مالوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې دمګړۍ ۱۹۶ زره ماشومان معلولیت لروونکي دي او په سړکونو کې د هرو درېیو ماشومانو له ډلې یو هغه یې خیرات راټولوي.