نن د ډيسمبر ۲۰مه او د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې له ماشومانو څخه په ملاتړ د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.
خو د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق يا UNCEF ويلي، په افغانستان کې سږکال دا ورځ له دې کبله نه نمانځي چې دامهال ۱۴ مېليونه افغان ماشومان وږي دي، له خوارځواکۍ کړېږي، وچکالۍ ځپلي او دغه راز يې د ښوونځيو دروازې پر مخ تړل شوي دي.
يونېسف په دې اړه په يوه خپره کړې مالوماتي وېډيو کې ويلي، د ۱۴ مېليونه ماشومانو پر لوږې سربېره ۱.۱ مېليون هغه يې بيا د شديدې خوارځواکۍ له امله د مرګ خطر سره مخ دي.
دې ادارې زياته کړې چې په افغانستان کې يې فعاليتونه دوام لري او هڅه کوي چې ماشومانو ته مرسته ورسوي؛ خو په خبره يې د ژمې په رانږدې کېدو سره بحران له ورايه ښکاري او اړتيا ده چې د مرستو بهير چټک او زيات شي.
يونېسف له نړيوالې ټولنې غوښتې که له افغان ماشومانو سره په بېړه مرسته ونه کړي، نو ممکن ۱.۱ مېليون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.
د يونېسف روان کال د خپلو اروزنو پر بنسټ له افغان ماشومانو سره د مرستې په موخه د ۱۹۲ مېليونه ډالرو د بوديجې وړانديز کړی و.