Home » افغانستان » د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره: نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره: نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا ‘سېف د چلډرن’ وایي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد ملک پرون چهارشنبه یوه خبرپاڼه کې چې د دغه سازمان پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، افغانستان د وچکالۍ پرله‌پسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان د وچکالۍ د قربانیانو په سر کې دي.

‘سېف د چلډرن’ ویلي، د هغې سروې له مخې چې دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې، شپږ اویا فیصده ماشومانو ویلي، د تېر کال پرتله یې خوراکي مواد کم شوي دي.

دغه سازمان ویلي، نړیواله ټولنه باید په بروکسل کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کېدو کې عملي ژمنې وکړي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمېر نورو خیریه ټولنو ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او د اړمنو کسانو د پوښښ ساحه محدوده شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...