Home » افغانستان » د ماشومانو د ساتنې اداره په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د بېرته پیل خبر ورکړ

د ماشومانو د ساتنې اداره په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د بېرته پیل خبر ورکړ

د ماشومانو د ساتنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي.

دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا به خپلې ځينې چارې بېرته پیل کړي. د ماشومانو د ساتنې ادارې په خپله وینا پاڼه کې لیکلي، د افغان سرپرست حکومت له چارواکو سره تر خبرو وروسته يې د کار کولو ډاډ ترلاسه کړی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي، دا په افغانستان کې د دوی د مرستندویه کارونو خورا کوچنۍ برخه ده او پاتې کارونه به یې تر هغه ځنډېدلي وي چې د ټولو ښځينه همکارانو د کار کولو ډاډ نه وي ورکړل شوی.

د ماشومانو د ساتنې اداري ویلي، د افغانستان بشري ناورین لا نور په ژورېدو دی، او د ښځو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره باید د دوی په څېر ادارې کار وکړي.

د ماشومانو د ساتنې اداره یا سیف د چیلډرن په افغانستان کې له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې فعالیت پیل کړی او په لوړو او ژورو او بدلونونو کې یې د ماشومانو ملاتړ په موخه خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...