Home » افغانستان » د لیکوال، شاعر او سیاستوال اکاډمیسین سلیمان لايق جنازه له جرمني کابل ته راورسېده
رویداد خبري آژانس

د لیکوال، شاعر او سیاستوال اکاډمیسین سلیمان لايق جنازه له جرمني کابل ته راورسېده

سلیمان لایق د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې ومړ.

دی تېر ۲۰۱۹ کال په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.

ټاکل شوې سبا سه شنبه سهار له ۸- ۱۰ بجو پورې د شهيد سردار محمد داود خان په روغتون کې د نوموړي د درناوي مراسم ترسره او بيا په عيدګاه جومات کې يې د جنازې لمونځ په ۱۱ بجو ادا او وروسته د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د اکاډمیسین سلیمان لایق د اعزاز او تدفین کمېسیون او علومو اکاډمۍ په کابل ښار کې د ښاغلي لایق تصویرونه او ملي اشعار د کابل په واټونو کې نصب کړي دي.

اکاډمیسین غلام مجدد سلیمان لایق د افغانستان یو مطرح شاعر، لیکوال، څېړونکی او سیاستوال و چې په پښتو او دري ژبو یې ګڼ اثار چاپ شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...