Home » سیمه او نړی » د لیبیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره له خپل هېواده تښتیدلې

د لیبیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره له خپل هېواده تښتیدلې

د ليبيا د بهرنيو چارو وزيره نجلا منقوش، وروسته له هغه له دندې لیرې کړل شوه، چې د اسراییلو له بهرنیو چارو وزیر سره یې د لیدو خبرونه خپاره شول.

راپورونه وايي، چې نوموړې لیبیا څخه استانبول او وروسته بیا لندن ته تښتیدلې ده.

د لیبیا خبري اژانس ایسا ویلي وو، چې نجلا منقوش د دغه کار له امله ممنوع الخروج شوې ده.

وروسته معلومه شوه، چې هغه په یوه پرواز کې له لیبیا څخه استانبول ته تللې ده.

نجلا منقوش څو ورځې مخکې په ایټالیا کې د اسراییل د بهرنیو چارو له وزیر الي کوهن سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوع ګانو بحث کړی و.

د لیبیا یو شمېر خلک، چې له اسراییلو سره د اړیکود عادي کولو خلاف دي، د دې لیدنې له امله غوسه شوي او د لاریونونو په ترڅ کې یې نجلا منګوش «غداره او مجرمه» بللې ده.

د لیبیا صدراعظم عبدالحمید الدبیبه پر دې سربېره، چې د نجلا منقوش دنده ځنډولې وه، ویلي دي چې د اسراییل د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغې د لیدنې په اړه څېړنې هم پیل شوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...