د لیبیا لومړي وزیر خپله د بهرنیو چارو وزیره نجلا منقوش تر هغې وروسته ګوښه کړې چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره یې د ‘غیر رسمي کتنې’ رپوټونه خپاره شول.
لیبیا کې د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه یکشنبه په یوه اعلامیه کې د اغلې منقوش د ګوښه کېدو خبر ورکړ.
د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر اېلي کوهن سره د هغې د دې لیدنې له کبله په لیبیا کې پراخ احتجاجونه شوي.
د اسراییل او لیبیا د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لیدنې رپوټ د اسراییل بهرنیو چارو وزارت ورکړی.
د یادونې ده چې لیبیا اسراییل په رسمیت نه پېژني او برعکس د فلسطین د داعیې ملاتړ کوي.