Home » سیمه او نړی » د لبنان په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي برید کې څه باندې ۵۰ کسان وژل شوي

د لبنان په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي برید کې څه باندې ۵۰ کسان وژل شوي

د لبنان عامې روغتیا وزارت (جمعه، د لړم ۱۱مه) ویلي چې د دې هېواد په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

که څه هم چې اسراییلي پوځ ادعا کوي چې هغوی تر هوایي بریدونو وړاندې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکوي، خو لبناني چارواکو اعلان کړی، چې د جمعې ورځې د هوایي بریدونو په اړه له وړاندې هېڅ نه و ویل شوي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ۵۲ کسان وژل شوي او ۷۲ نو ټپيان شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي کسان عام خلک دي که د حزب الله وسله وال.

بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې د اسراییلو لخوا د غزې په دیرالبلاح ښار ، نصیرات کمپ، او الزویده ښارګوتي او غزې په جنوب کې د جمعې په بریدونو کې شاوخوا ۶۰کسان وژل شوي او لسکونه نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...