د لبنان د حزب الله جنبش څه باندې دوه زره غړي د سه شنبې په لبنان کې د “پېجر” یا د پیغام رسولو وسایلو د چاودنې له امله ټپیان شول.
د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې د یوې نجلۍ په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا دوه زره او ۸۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د لبنان د روغتيا وزارت د ۲۰۰ ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى او د لبنان د بهرنيو چارو وزارت دغه چاودنې غندلې او دا يې د اسرایيلو سايبري بريد بللى دى.
دغه وزارت په یوه بیانیه کې ویلي، چې د دغو پیجرونو یو شمېر په سوریه کې هم چاودلې دي او په دې اړه به خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
حزب الله د غچ اخیستونکو اقداماتو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې اسراییلو ته به د دې جرم عادلانه سزا ورکړل شي.