د قطر سره میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د افغانستان په محرومو سیمو کې ۱۰روغتیایي مرکزونه جوړوي.
دې ادارې تېره شپه د غبرګولي۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي دي چې د دې پروژې موخه په افغانستان کې د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیایي ساتنې او روغتیایي خدماتو چمتو کول دي.
ویل کېږي چې دا مرکزونه به په کال کې د ۲۵۰زره میندو او ماشومانو لپاره روغتیایي خدمات چمتو کړي.
د قطر د سرې میاشتې د مرستو او نړیوال پرمختګ د برخې مشر محمد صلاح ابراهیم؛ افغانستان ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې له«سي اېچ سي» موسسې سره تر ۲۰۲۷ کاله د درملو، روغتیایي او غیر روغتیایي سامانونو او د روغتیایي کارکوونکو زده کړې په برخه کې ورسره خپله همکاري وغځوله.
همداراز د قطر سرې میاشتې د افغانستان له سرې میاشتې سره په هېواد کې د طبیعی پېښو له امله د زیانمنو کورنیو سره د مرستې یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، له دې پروژې به په فراه، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ۸۰۰ کورنۍ برخمنې شي.