Home » افغانستان » د قطر او بريتانيې چارواکو د افغانستان وضعيت په اړه خبرې کړي

د قطر او بريتانيې چارواکو د افغانستان وضعيت په اړه خبرې کړي

برېتانيې ته د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د خپل سفر په ترڅ کې پرون سې‌شنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳مه) د نوموړي هېواد له لومړي وزير بوريس جانس سره ليدلي او د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي.

دواړو لوريو د افغانستان د وضعيت په اړه له ارزونې وروسته، په دې هېواد کې بشری وضعيت ناوړه بللی او له افغانانو سره يې د بشري مرستو د دوام په اړه ټينګار کړی دی.

په همدې حال کې د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن له افغانستان څخه د بهرنيو وګړو په ايستلو کې د قطر له همکارۍ مننه کړې او ويلي يې دي چې په ياده موضوع کې د قطر رول مهم او حياتي و.

تميم بن حمد ال ثاني بيا برېتانيه د قطر نږدې همکار هېواد بللی او ويلي يې دي، چې دامهال د قطر او برېتانيې ترمنځ سياسي اړيکې نورې هم د غوړېدو په حال کې دي.

د افغانستان په تړاو د يادو چارواکو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه هېواد لا هم د سخت اقتصادي ناورين له امله له بشري ناورين سره مخ دی او له همدې کبله په کې لوږه ورځ تر بلې زياتېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...