Home » سیمه او نړی » د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان وکړ

د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان وکړ

د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان کړی.

په دغه هېواد کې له څو کلونو راهېسې د مرګ سزا ځنډول شوې وه، خو پرون شنبې د جنوري ۲ (مرغومي ۱۳) حکومت اعلان وکړ چې دا سزا یې بیخي ختمه کړه.

د قزاقستان د جمهوري ریاست په رسمي ویبسایټ کې دا خبر خپور شوی دی.

په ویبسایټ کې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي‌ چې ولسمشر قاسم جمارت تقایف د مرګ د سزا لغوه کولو قانون توشیح کړ.

د قزاقستان پارلمان څه موده مخکې دا قانون تصویب کړی و.

د قزاقستان حکومت له ۲۰۰۳ څخه راپدیخوا د مرګ سزا ځنډولې وه، خو محکمو د تروریستي فعالیتونو او دا ډول نورو استثنايي قضایاو کې دخیل مجرمین په اعدام محکومول.

راسلان قولیقبایوف چې په ۲۰۱۶ کې یې په الماتا کې اته پولیس ووژل، هم په هغو کسانو کې شامل دی چې د مرګ سزا ورکړل شوې ده. اوس به هغه د ژوند تر پای پورې په زندان کې بندي وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...