د افریقا په تونیس کې یوه بلاګره له هغه وروسته په شپږ میاشتني بند محکومه شوه چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په هکله یې داسې طنزیه پوسټ وکړ چې د قرآني ایت په شکل لیکل شوی و.
۲۸ کلنه امنه الشرقي په مۍ میاشت کې له هغه وروسته ونیول شوه چې فیسبوک کې د یوه پیغام خپرولو سره یې خلک هڅول چې قرآني سټایل کې روغتیايي اصولو ته پام وکړي.
امنه الشرقي وروستۍ مرکه کې وایي، دې ته یې پام نه و چې دا تبصره به یې ناسم غبرګون ولري، بلکې دا پوسټ یې جالب باله.
خو نوموړې د تونېس محکمه کې “د دینونو ترمنځ په کرکه پیدا کولو” پړه وبلل شوه.
هغه لا بند ته استول شوې نه ده او نیت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.
د مۍ په دویمه امنه الشرقي خواله رسنیو کې د قرآن د ایت پېښې کولو یو پوسټ شریک کړ، چې په متن کې یې له خلکو غوښتي د کورونا وبا د مخنیوي لپاره لاسونه ومینځي، ټولنیز او واټن پام کې ونیسي.
ویل کېږي فرانسه کې یوه الجزایري بې دینه دا انځور ډیزان او اول خپور کړی و.
د امنه الشرقي تبصره هم روژه کې خپره شوې چې لا هم تونېس کې د کورنا له امله پراخ ټولبندیز و.
خو د خواله رسنیو کارنو د هغې دا پوسټ سپکوونکی وباله، مېرمن امنه الشرقي یې ښکاره بې دینه وبلله او هغې ته یې د سزا غوښتنه وکړه.
نوموړې څو ورځې وروسته د پولیسو له پوښتنو سره مخ شوه.
د مۍ پر ۲۷ او له هغه وروسته چې وویل شول مېرمن الشرقي د فیسبوک پوسټ له امله له محاکمې سره مخ ده، نو د بښنې نړیوالې ادارې یوه بیان کې له تونیسي چارواکو وغوښتل چې د هغې له تعقیبولو ډډه وکړي.