Home » سیمه او نړی » د فرانسې په دولتي ښوونځيو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز لګول کیږي

د فرانسې په دولتي ښوونځيو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز لګول کیږي

د فرانسې پوهنې وزیر ویلي چې په دولتي ښوونځيو کې د عبایه یا حجاب پر اغوستلو بندیز لګوي.

عبایه پراخې او اوږدې جامې دي چې مسلمانې ښځې یې اغوندي.

د فرانسې پوهنې وزیر ګابرېیل اتال ویلي، دغه قاعده به د سپتمبر پر ۴مه د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم پلې شي.

فرانسه په عامه ښوونځيو او دولتي ودانیو کې د مذهبي سمبولونو پر اغوستلو د سخت بندیز اوږده مخینه لري او استدلال یې دا دی چې مذهبي نښې د دغه هېواد له سیکولارو قوانینو سره اړخ نه لګوي.

دغه هېواد له ۲۰۰۴ کال راهیسې په عامه ښوونځيو کې د پړوني پر سرولو هم بندیز لګولی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...