د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر پرېکړې نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان مېرمنې او نجونې باید راتلونکې ته هیله مندې وي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي مکرون د سه شنبې په ورځ د زمري په ۲مه له ازادي راډیو سره په مرکه کې د پاریس د المپیک په څنډه کې وویل چې فرانسه به د افغانانو د روزنې، ساتنې او مرستې لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.
فرانسه د المپیک د لوبو کوربه ده چې د جمعې په ورځ په پاریس کې پیلېږي. په دې سیالیو کې یوه شپږ کسیزه ډله افغان نجونې او هلکان برخه اخلي. په دې شپږ کسیزه افغان لوبډله کې درې نجونې او درې هلکان شامل دي.
بلخوا ا.ا ویلي چې د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون نه مني؛ خو مکرون د اولمپیک په سیالیو کې د دریو افغان نجونو د ګډون ستاینه کړې ده.
هغه ویلي چې دا درې نجونې د ټولو افغان نجونو او ښځو په استازيتوب دلته راغلې او د افغانانو د هيلو سرچينه ده.
کیمیا یوسفي، فریبا هاشمي او یولدز هاشمي هغه درې افغان نجونې دي چې د سږ کال په المپیک کې برخه اخلي. همدارنګه محمد صمیم فیض زاد، شاه محمود نورزی او فهیم انوري هغه درې افغان نارینه ورزشکاران دي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللي دي.
د نجونو په ګډون یو شمېر نور افغان الاصله ورزشکاران کډوال د المپیک د نړیواله کمېټې یوه برخه جوړوي.