د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دې هېواد پارلمان منحل کړی او له وخت مخکې یې د ټاکنو نېټه اعلان کړه.
د راپورونو له مخې، مکرون دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د هغه ګوند د اروپايي ټولنې په پارلماني ټاکنو کې د ښي اړخه ګوند له خوا ماتې وخوړه.
دایپسوس د وړاندوینو له مخې، د مارین لوپن په مشرۍ ښي اړخي ګوند د اروپا پارلماني ټاکنو کې 31.05 سلنه رایې ګټلې، چې د مکرون د ګوند په پرتله دوه برابره ډېرې دي.
د فرانسې ولسمشر د دې هېواد خلکو ته په خطاب کې وويل، د رايو ورکوونکو خبردارى له پامه نه شي غورځولای او څرګنده يې کړه چې په ټوليزه توګه په فرانسه کې ښي اړخو ګوندونو نږدې څلوېښت سلنه رايې ګټلې دي.
هغه ټینګار کړی دی چې پارلماني ټاکنې به د جون په ۳۰مه وشي او دویم پړاو به د جولای په ۷مه ترسره شي.