د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دې هېواد ولسمشريزې ټاکنې چې پرون يکشنبه ترسره شوې، هېڅ نوماند په کې د ۵۰ جمعه يو رايوو په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.
د رسمي شمېرو له مخې اوسني ولسمشر امانوېل مکرون د نوماندانو په منځ کې تر ټول مخکښ دی او ۲۸.۱ سلنه رايې خپلې کړې دي.
ښي اړخې نوماندې مارين لوپن بيا ۲۳.۳ سلنه رايې ترلاسه کړي او په دې توګه د ولسمشرۍ مخکښو نوماندانو په ډله کې يې دويم ځای خپل کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو به د مخکښو دوو نوماندانو امانوېل مکرون او مارين لوپن ترمنځ د اپرېل په ۲۴مه ترسره شي.