Home » افغانستان » د فارياب د مالګې کان د ایستنې چارې پيل شوې

د فارياب د مالګې کان د ایستنې چارې پيل شوې

ا.ا د فارياب ولايت د قرمقول ولسوالۍ په دشت ليلي کې د مالګې د دريو کانونو د استخراج چارې پيل شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان پرون د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دغه کانونه چې ۱۴ کیلومتره مساحت لري، د ۱۵ کلونو لپاره له “ابوسعید” شرکت سره د ۲۴ میلیونو ډالرو په ارزښت قرارداد شوي دي.

د هغه په ​​وينا، افغانستان په کال کې درې سوه زره ټنه مالګې ته اړتيا لري، که د فارياب کانونه په سمه توګه استخراج شي، د هېواد اړتياوې به پوره شي.

د فارياب د مالګې کان د قراردادي شرکت مسوولين وايي، چې هره ورځ له دغو کانونو څخه ٢٥٠٠ ټنه مالګه استخراجوي.

ويل کېږي چې د افغانستان يو شمېر کانونه او طبيعي زېرمې د استخراج لپاره کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته سپارل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...