ملګري ملتونه وایي، د غزې د جګړې له پيله تر دې مهاله ۱۰ زره ښځې په دې جګړه کې وژل شوې دي.
د ملګرو ملتونو ملتونو د ښځینه وو د برخې په نوي راپور کې راغلي چې د دغو ښځو له ډلې شاوخوا شپږ زره یې میندې وې.
د یاد راپور له مخې، د دې میندو په وژلو سره شاوخوا ۱۹ زره ماشومان یتیمان شوي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په دې جګړه کې په هره دقیقه کې یو ماشوم وژل شوی یا ټپي شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې همداراز ویلي چې څه باندې یو میلیون ښځې او نجونې په غزه کې هېڅ ډول خوراکي موادو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې غیر انساني شرایطو کې بېلابېلې ناروغۍ د خپرېدو په حال کې دي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا په غزه کې د ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې سیمه کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې اووه میاشتې وشوې او د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د دې جګړې له امله څه باندې ۳۳ زره فلسطینیان وژل شوي دي.