Home » سیمه او نړی » د غزې پر یو ښوونځي د اسراییلو د برید په پایله کې ۱۷کسان وژل شوي

د غزې پر یو ښوونځي د اسراییلو د برید په پایله کې ۱۷کسان وژل شوي

د غزې د مدني دفاع سازمان پرون شنبې د زمري ۱۳مه په یوه بیانیه کې ویلي چې په غزه کې د اسراییلو لخوا د برید له امله ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د دې سازمان ویاند، محمود باسال ویلي چې دا ځای د هغو فلسطینیانو د اوسېدو ځای دی چې د جګړې پرمهال بېځایه شوې دي، خو اسراییلي ځواکونو پر حمامه ښوونځي د برید په تایید ویلي چې دا ځای د «د حماس ترهګرو پټنځای دی» او د حماس لخوا د سلاح جوړولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

اسراییلو په وار وار پر حماس تور لګوي چې ملکي تاسیسات یې د مرکزي دفتر په توګه کارولي او یا یې خپل قوماندانان او جنګیالي پټوي، خو حماس تل دا تورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې حماس د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لوېدیځې غاړې په طولکرم کې د اسراییلو په دوو بریدونو کې نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییلي پوځ د بیان له مخې، په لومړي برید کې د فلسطیني جنګیالیو یو موټر چې د وسله وال برید پلان یې درلود په نښه کړ.

حماس اعلان کړی چې په دغه برید کې د طولکرم لوا قوماندان وژل شوی او اسلامي جهاد هم ويلي چې څلور نور وژل شوي جنګیالي د دې ډلې غړي وو.

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، پر غزې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه ۳۹زره ۵۵۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۹۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...