Home » سیمه او نړی » د غزې پر تړانګه د اسراییلو هوايي بریدونه؛ جومات او ښوونځی په نښه کړي

د غزې پر تړانګه د اسراییلو هوايي بریدونه؛ جومات او ښوونځی په نښه کړي

د غزې په تړانګه کې پر یوه جومات او یوه ښوونځي د اسراییلي الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، اسرایيلو نن سهار (يکشنبې، د تلې ۱۵مه) په «ديرالبلاح» سيمه کې د يوه جومات او يوه ښوونځي په ګډون دوه ځايونه په نښه کړي دي.

د اسراییلي پوځ ادعا کړې، چې له دغه جومات څخه د اسراییلو پر لور د حماس جنبش د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو د مرکز په توګه کار اخیستل کېده.

د اسراییلو په وینا هغه ښوونځی چې برید پری شوی هم په اسراییلي ځواکونو د بریدونو د پلانولو ځای و.

د رویټرز په وینا، دا بریدونه د «الاقصی شهیدانو» روغتون ته نږدې ترسره شوي او د دغو سیمو د بې ځایه شویو وګړو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ لامل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ یو کال جګړه روانه ده، د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی او میلیونونه نور یې بې کوره کړي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...