د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول، جوزپ بورل پر اسراییلو نیوکه کړې چې د غزې د خلکو له لوږې د وسلې په توګه ګټه اخلي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ناستې پرمهال د غزې له خلکو سره د مرستو دوام د جګړې د پایته رسېدلو ترڅنګ ټینګار کړی چې بشرپاله مرستې باید د ځمکې له لارې ولېږدول شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو اقتصادپوه، پروفیسر جیفري ساکس پر اسراییلو د نیوکې ترڅنګ ویلي:”اسراییلو عموماً د غزې خلک له لوږې سره مخ کړي، دا نسل وژنه او جنګي جنایت دی.”
د تېر زیږدیز کال له اکټوبر راهېسې چې پر غزې د اسراییلو بریدونه پيل شوي، اسراییلي ځواکونه دې ښار ته د بشري مرستو د لېږد اجازه نه ورکوي چې له امله یې لسګونه ماشومان مړه شوي دي.