نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او اورپایي ټولنې پرون (سه شنبې، د سلواغې ۳۰مه) په یو ګډ راپور کې ویلي چې په غزه کې له پنځلس میاشتنۍ جګړې وروسته د دې ښار د بیارغونې لپاره څه باندې ۰ ۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
د رویترز د راپور له مخې، دا بیارغونه ۱۰ کلونه وخت غواړي او د څه باندې ۵۰ میلیاردو ډالرو له حسابه ۲۰ میلیارده ډالر یې باید په لومړیو دریو کلونو کې برابر شي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې غزه نور د استوګنې وړ نه ده او فلسطینیان باید مصر یا اردن ته لاړ شي او غزه باید بیا جوړه شي.