د اسراییلو دفاع وزارت خبر ورکړی چې، په غزه کې د روانې جګړې له پیل تر دې مهاله نېږدې ۱۳۵۰۰ اسراییلي سرتیري ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت څخه په خپور شوي راپور کې راغلي چې، د یاد شمېر سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۱۵۰۰ یې دوه ځلې په جګړه کې ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي چې د یادو ټپیانو له ډلې یې، ۸۷ سرتېري په سر ټپیان شوي چې لس یې ویلچر کې دي او دغه راز د ټپي شویو سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۳۷سلنه یې، د بدن د ټپي له امله ځورېږي.
د یادونې وړ ده چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې زرګونه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.