د اسراییلو لومړي، وزیر بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبې منلې چې د غزې تړانګې په جنوب رفح په ښار کې د حماس د جنګیالیو پر وړاندې د اسراییلي پوځ «سخته» جګړه پایته رسېدلې ده.
نتنیاهو له اسراییلي چینل ۱۴ سره په مرکه کې ویلي، “د حماس پر وړاندې د تاوتریخوالي پړاو پای ته رسېدلی، دا په دې مانا نه ده چې جګړه پای ته رسېدلې ده، بلکې په رفح کې جګړه پای ته رسېدلې ده.”
هغه دا هم ویلي، “د تاوتریخوالي د پړاو له پای ته رسېدو وروسته به موږ خپل یو شمېر ځواکونه د شمال لور ته ولېږو او دا کار به د دفاعي موخو لپاره وکړو، خو خپلو کورونو ته د بېځایه شویو د راستنولو لپاره هم.”
نتنیاهو دا هم ویلي چې هغه به هېڅ «جزوي» تړون ونه مني او په وینا یې: “هدف د یرغمل شویو راستنول او په غزه کې د حماس رژیم له منځه وړل دي.”
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو لومړی وزیر له څو میاشتو راهیسې د جګړې د مدیریت له امله په کور دننه له ننګونو سره مخ دی. هره ورځ لسګونه زره کسان له وخت وړاندې ټاکنو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.