د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د لومړي وزير عمران خان له لرې کيدو وروسته، د نوموړي په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند يو شمېر مهم غړي له پاکستان څخه د تېښتې په هڅه کې دي.
ورځپاڼې ويلي، چې د عمران خان ميرمنې بشرا ته نږدې فرا خان د يکشنبې په ورځ ناوخت له پاکستان څخه عربي متحده اماراتو ته تښتېدلې ده.
پر نوموړې د مخالفو سياسي ګوندونو له لوري د فساد تور دی. ورځپاڼې زياته کړې چې د تحريک انصاف ګوند غړي هم د فساد قضيو له امله په دې هڅه کې دي چې له پاکستان ووځي.
د مسليمليګن ګوند مرستيالې مريم نواز او د پپلز ګوند مشر بلاول بوټو د تحريک انصاف يو شمېر غړي پر فساد تورن کړي دي؛ خو عمران خان ته نږدې او د تحريک انصاف ګوند غړي شهباز بيا د دغه ګوند پر غړيو د فساد لګېدلي تورونه رد کړي دي.