Home » سیمه او نړی » د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند له پارلمان استعفا کوي

د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند له پارلمان استعفا کوي

وروسته له هغې چې د مخالفو سياسي ګوندونو له لوري د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان پر ضد د بې‌باورۍ تحريک بريالی او نوموړی يې له څوکه لرې کړ، اوس تازه د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له پارلمان څخه د استعفا ورکولو خبر ورکړی.

د دې ګوند يوه مشر فواد چودري رسنيو ته ويلي، د تحريک انصاف ګوند غړي به د نوي لومړي وزير له ټاکل کيدو وروسته پارلمان تحريم کړي او په دې توګه به نوو پارلماني ټاکنو ته لار برابره شي.

نوموړي ويلي چې په پاکستان کې د روان سياسي بحران حل يوازې او يوازې د ټاکنو د ترسره کولو له لارې ممکن دی او تشکيلېدونکی حکومت بايد ژر تر ژره ټاکنو ته زمينه برابره کړي.

ټاکل شوې نن ماسپښين د پاکستان پارلمان د دې هېواد نوی لومړی وزير وټاکي. د عمران خان مخالفو سياسي ګوندونو اېتلاف د دې اېتلاف مشر شهباز شريف او د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند د دې ګوند مرستيال شاه محمود قرېشي د نوماندانو په توګه وړاندې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...