Home » سیمه او نړی » د عمران خان محاکمه کول؛ د تحریک انصاف مشر ته سزا په تړاو نن پرېکړه کېږي
Security officers escort Pakistan's former Prime Minister Imran Khan, as he appeared in Islamabad High Court, Islamabad, Pakistan May 12, 2023. REUTERS/Akhtar Soomro

د عمران خان محاکمه کول؛ د تحریک انصاف مشر ته سزا په تړاو نن پرېکړه کېږي

ټاکل شوې، چې د پاکستان د اسلام اباد لوړه محکمه نن د پخواني لومړي وزیر عمران خان لخوا هغه ته د دولتي سوغاتونو قضیه کې د اورول شوې سزا د ځنډېدو غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.

د اسلام اباد د لوړې محکمې رییس ‘قاضي عامر فاروق’ په مشرۍ دوه کسیز بورډ پرون دوشنبه د دې قضیې په تړاو د تورونو او ځوابونو د اورېدو پروسې له بشپړېدو وروسته پرېکړه نن ورځې ته وځنډوله.

د یادونې ده چې د اسلام اباد یوې ابتدایي محکمې د اګست پر پنځمه عمران خان د دولتي ډالیو د تفصیلاتو پټولو اړوند قضیه (توشه‌خانه کېس) کې د مالي فساد ګرم وباله.

محکمې هغه ته د دریو کلونو بند سزا واوروله.

د پنجاب پولیسو د ابتدایي محکمې له دې پرېکړې سملاسي وروسته نوموړی د لاهور په زمان پارک کې له خپل استوګنځي ونیو او دمګړۍ د پنجاب په اټک زندان کې بندي دی.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د لومړنۍ محکمې د دې پرېکړې خلاف د اسلام اباد په لوړه محکمه کې د استیناف غوښتنه کړې.

هغه ویلي چې د ابتدايي محکمې پرېکړه دې وځنډول شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...