Home » سیمه او نړی » د عربي اماراتو په صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې اور لګېدلی

د عربي اماراتو په صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې اور لګېدلی

العربيه ټلوېزيون خبر ورکړی چې د عربي متحده امارتو ستر صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. که څه هم د دې ټلوېزيون په راپور کې د اوښتي مالي زيان په اړه څه نه ويل شوي، خو ويل شوي دي چې اورلګېدنې زياته سيمه لاندې کړې ده.

د اورلګېدنې په اړه په نورو راپورونو کې د عربي اماراتو د حکومت په حواله ويل شوي، چې تر اوسه هېڅ ځاني زيان نه دی رامنځته شوی او اور وژنکې عملې په سيمه کې پېښه تر کنټرول لاندې راوستې ده.

د حکومت له لورې په دې اړه خپره خپره شوې خبرپاڼه کې هم دا نه دي واضيح شوي چې اورلګېدنه څنګه رامنځته شوې خو دومره ويل شوي چې ياد اور د کار په پاتې‌شونو توکو کې رامنځته شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...