د امریکا خزانې وزارت او د نیویارک مرکزي بانک د عراق پر څوارلسو بانکونو بندیز ولګاوه.
دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت له یوې کلنې څارنې وروسته شوې ده چې ښایي د عراق اقتصاد اغېزمن کړي.
د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دا تحریم د دې لپاره لګول شوی چې د عراق دا څوارلس بانکونه تورن شوي چې ایران ته یې ډالر انتقالول.
یوه امریکایي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه وکړه وال سټریت ژورنال ورځپاڼې ته وویل چې له عراقي بانکونو ایران ته د استول شویو ډالرو په تړاو دوی کره شواهد ترلاسه کړي چې ځینې پيسې یې ځانګړیو کسانو ترلاسه کړي دي.
د دې تحریم له مخې چې پرون اعلان شو واشنګټن د عراق دغو څوارلسو بانکونو ته د ډالر لېږدول منع کړي دي.
دا بندیز په داسې وخت کې لګېدلی چې په وروستیو کې واشنګټن له ایران سره د شخړو د کمېدو هڅې کولې؛ په ځانګړي ډول چې کله د امریکا خزانې وزارت عراق ته اجازه ورکړه چې د ایران دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالر پور ورکړي.