د عراقي پارلمان او د دغه هېواد د الفتح ایتلاف غړي مختار الموسوي د دغه هېواد پر لومړي وزیر مصطفی کاظمي د نیوکو تر څنګ ویلي چې هېواد یې له امریکا سره له وسله وال مقاومت پرته بله چاره نه لري.
هغه زیاته کړې چې کاظمي له دغه هېواد څخه له امریکایي سرتېرو پرته د نورو سرتېرو پر وتو ټینګار سره وښوده چې نوموړی په دې توګه ځان له مسوولیت خلاصوي او خپله اوږه سپکوي چې دا چاره دوی ته د منلو نه ده.
نوموړي زیاته کړې، عراقي پارلمان په وار وار ویلي چې ټول بهرني سرتېري باید له دغه هېواده ووځي خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
هغه ټینګار کړی دی چې امریکایي او د نورو هېوادونو سرتېري باید ژر تر ژره له عراق پېښې سپکې کړي ګنې دوی به یې وسله وال مقاومت ته راووځي.