نن د جون ۲۱مه د پښتونخوا عوامي ملي ګوند غړي او د پخواني ملتپال سناتور عثمان خان کاکړ له لومړي تلين سره برابره ده.
د عثمان خان کاکړ د وژل کېدو کال په پوره کېدو سربېره هم، د نوموړي کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر عبدالقهار خان ودان رسنيو ته ويلي، چې د عثمان کاکړ وژل يوه پلان شوې دسيسه وه.
نوموړی په دې پېښه کې د پاکستان استخباراتي اداره يا ای اېس ای دخيله بولي او وايي چې عثمان خان کاکړ د يادې ادارې له لوري وژل شوی دی.
د عثمان خان کاکړ ورور منان خان کاکړ هم ويلي، چې عثمان خان کاکړ د يوې پلان شوې دسيسې له مخې وژل شوی دی. نوموړي زياته کړې چې تېرکال دوه ناپېژانده کسان د عثمان خان کاکړ کور ته ورغلي او نوموړی يې په سر وهلی دی.
منان زياته کړې چې کور ته دننه کېدو پرمهال د يادو کسانو وېډيوګانې اخيستل شوي او د ثبوت په توګه يې له ځان سره ساتلي دي.
نوموړي دا هم ويلي، چې عثمان خان کاکړ له کلونو راهيسې ګواښل کېده چې د حقيقتونو له برملا کولو او له ولسي سياست لاس واخلي، ګني وبه وژل شي.
عثمان خان کاکړ د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په مارچ کې د پاکستان پارلمان ته په خپله وروستۍ وينا کې وويل، چې د ولسواکۍ په اړه د دريځ خپلولو پر سر ورته د مرګ ګواښونه کېږي. نوموړ زياته کړې وه، که چرته ووژل شي، نو دا کار به د پاکستان استخباراتو يا ای اېس ای له لوري شوی وي.