Home » افغانستان » د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی
رویداد خبري آژانس

د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر وایي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري.

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۶مه نېټه) په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ددغه پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره پر بېلو مسایلو په تېره د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې نن به له ځینو افغاني لورو سره هم پر سوله خبرې کېږي او پر دې به بحثونه کېږي چې څنګه روانه ستونزه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

طالب پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو د ایران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه دلته له روان وضعیت اندېښمن دي او تمه لري چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...