د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې تر اوسه یې په نشه یي توکو د روږدو ۱۴ زره کسانو درملنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي دا څرګندونې په کابل کې «له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون» په ناسته کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په تېرو څو کلونو کې یې په ټول هېواد کې د ۱۴ زرو روږدو کسانو درملنه کړې او دا لړۍ روانه ده.
جلالي د بودیجې کموالی او د زونونو په کچه د سترو روغتیایي مرکزونو نشتوالی د کار پر وړاندې لوی خنډونه بللي دي.
نوموړي په دې برخه کې له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې چې له عامې روغتیا وزارت سره دې مرسته وکړي.
له بلې خوا تر دې وړاندې ځینې چارواکو ویلي وو، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نږدې شوی دی، خو ځینېروږدي کسان شکایت کوي چې اقتصادي ستونزې او بې روزګاري د دې سبب شوې، چې کورنۍ يې له ملاتړ څخه لاس واخلي او د درملنې له مرکزونو څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته له معتادینو سره یو ځای او معتاد شي.