د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو پر خلاصون ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د بندیانو خلاصون سولې ته د رسېدو او دغه راز د اعتماد جوړونې لپاره اړین ګام دی.
په دغه پیغام کې د بین الافغاني مذاکراتو، بهرنیو ځواکونو، نړیوالو سره اړیکې، بیا رغونې، تعلیم او د نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.
د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده ویلي، که چېرې د افغانستان ابادول، ديني او ملي ارزښتونو ساتل، له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع هدفونه د خبرو له لارې تر لاسه کېږي، دوی یې پلوي دي او جدي خبرې اترې د ستونزو د حل لاره بولي.
په دغه پیغام کې دغه راز راغلي، طالبانو له امریکایانو سره د هوکړې په تړاو خپل مسوولیت ادا کړی دی او له پنځو اډو د امریکایانو وتل یو ښه پرمختګ دی.
پیغام کې راغلي: ((د دوحې تړون د عملي کیدو په لاره کې امریکایانو او متحدینو يې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د بیرته ایستلو لړۍ پیل کړې، پنځه اډې يې تخلیه کړې او له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي.))
په پیغام کې دا هم ویل شوي چې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه دې بې له ځنډه لرې او د سولې له فرصت څخه دې استفاده وشي.
اخندزاده دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او امن راتلل د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو په شمول د ټولې نړۍ په ګټه ده.
په یاد پیغام کې دغه راز د اوربند او او یا هم د تاوتریخوالي د کمولو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په ورته وخت کې، په دغه پیغام کې د طالبانو مشر خپلو جنګیالیو ته د جنګ امر هم نه دی کړی.