Home » افغانستان » د وسله والو طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته ورسېد
رویداد خبري آژانس

د وسله والو طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته ورسېد

له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي لپاره ټاکل شوي کسان قطر ته ورسېدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو مذاکراتي ټیم د ملابرادر په مشرۍ له پاکستان قطر ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي چې ځينې رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له منځه یوسي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل د طالبانو د مرکچي پلاوي نه چمتووالی ښودلی وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...