د افغان حکومت په زندانونو کې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د پاتې ۳۲۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ پرون ماښام بیا پیل شوه.
د ملي امنیت شورا مسوولین وایي، دوی همدا پرون ماښام شاوخوا ۷۰ بندیان د هېواد له مختلفو زندانونو څخه خوشې کړي دي.
د دغو بندیانو له خوشې کېدو سره سم به د افغان حکومت او طالبانو مخامخ مذاکرات پیل شي او یوازینی خنډ د دغو بندیانو خوشې کول و حکومت یې په بدل کې د خپلو کومانډو ځواکونو د خوشې کولو غوښتنه کوله.
په ورته مهال تر اوسه د طالبانو له لوري کومانډو ځواکونه نه دي خوشې شوي، خو دا چې د دغو بندیانو خوشې کول د کوم جوړجاړي پر اساس شوي تر اوسه یې معلومات نه دي ورکړل