د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالب چارواکو د سفر معافيت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرونۍ غونډه، له کومې پرېکړې پرته پای ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، روسيه او چين پر خپل پخواني دريځ ولاړ دي او غواړي چې د طالب چارواکو د سفر معافيت دې تمدي شي. خو په راپور کې ويل شوي چې امريکا، برېتانيا او فرانسه بيا برعکس د ياد معافيت د محدودولو غوښتنه کوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دا اختلاف د دې لامل شوی، چې د طالب چارواکو د سفر معافيت د تمديد او محدودولو په اړه پرېکړه کول بل وخت ته وځنډېږي.
امريکا د تېرې پنچشنبې په ورځ يوه طرحه وړاندې کړه، چې له مخې يې د طالبان ۶ چارواکي يوازې قطر ته سفر کولی شي؛ خو روسيه او چين بيا د دې طرحې مخالف دي.