Home » افغانستان » د طالبانو ادعا: په حصارک کې مو دوه چورلکي ویشتلي

د طالبانو ادعا: په حصارک کې مو دوه چورلکي ویشتلي

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي نن چهار شنبه ( ۲۱ د لړم) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي ځواک یو هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزي پیښه تاییده کړې ده او ویلي يې دي چې د هوايي ځواک یوه MI-17 چورلکه بیګاه ۱۲ بجې د شپې د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه، چې وروسته بیا غورځیدلې ده.

خو وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د حصارک ولسوالۍ بوستانخېلو سیمه کې یې د افغان پوځ پر هغو چورلکو بریدونه کړي، چې د طالبانو پرضد یې د عملیاتو لپاره هلته کومانډو لېږدول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي، د بریدونو له امله دواړه چورلکې رانسکورې شوې او ۲۱ کمانډو عسکر پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د طالبانو دې ادعا ته تر اوسه پورې افغان حکومت څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...